چین له ۶۰ کلونو راهیسې له نورو سره د طبي مرستې په برخه کې د لیدو وړ بریالیتوبونه تر لاسه کړي دي
CMG2023/12/31 11:44:07
شريکول:

نورو هېوادونو ته د چین د لومړۍ طبي ډلې د لېږد شپېتمه کليزه د ډسمبر په ۲۹مه نېټه په پلازمېنه بېجينګ کې ولمانځله او د چين دولت رئیس شي جين پینګ د يادې غونډې له استازو سره وکتل.

د چین مشرتابه له نورو هېوادونو سره د خپلو طبي مرستو کارونه پوره منلي او اړوند طبي کارکوونکي یې وهڅول چې د انسانانو د روغتیايي ګډې ټولنې د جوړونې لپاره لا زیات خدمتونه ترسره کړي.

له ۶۰ کلونو راهیسې له نورو سره د چین طبي مرستې د دغه هېواد د مسئولانه رویې د څار یوه کړکۍ ګڼل کېږي.  وخت ته په کتو، چین په نړۍ کې یوازنی هېواد دی چې له اوږدې مودې راهیسې په دوامداره توګه يې پرمختیايي هېوادونو ته طبي مرستندویه ډلې لیږلې دي. د شمېرې له کتو، چین ۷۶ هېوادونو او سیمو ته ۳۰ زره طبي کارکوونکي لیږلي، ور سره د څه باندې ۱۳۰ طبي تجهیزاتو د جوړونې مرستې کړې او نږدې ۳۰۰ میلیونه ناروغانو درملنه يې کړې ده. سربیره پر دې، له نورو سره د چین د طبي مرستې ساحې او محتویات هم مخ په زیاتېدو دي.

اوس چین د خپل شکله عصري کېدو جریان د پرمخبیولو لپاره تر وسې پورې هڅې کوي. چین د تر ټولو لوی پرمختیايي هېواد په توګه د ځاني پرمختګ تر څنګ له نورو پرمختیايي هېوادونو سره پر له پسې مرستې کړې او کوي يې، له نورو سره طبي مرستې په دې جمله کې یوه مهمه برخه ده.