د چین او روسیې مشرانو یو بل ته د نوي کال د مبارکۍ پيغامونه ولیږل
CMG2023/12/31 20:55:57
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دسمبر په ۳۱مه یو بل ته د نوي کال مبارکۍ پیغامونه ولېږل.

شي جين پينګ د چین حکومت او خلکو په استازیتوب د روسیې ولسمشر پوتین او د دغه هېواد خکو ته د نوي کال مبارکي او نیکې هیلې وړاندې کړې. شي جين پينګ په خپل پيغام کې ویلي، د نړۍ د بې ساري بدلون او ترینګلي نړیوال وضعیت پر وړاندې، د چین او روسیې اړیکې تل ثابت او سالم پرمختګ ساتلی. تېر کال مې له پوتین سره په مسکو او بېجینګ کې دوه ځلې وکتل او پراخې موافقې مو تر لاسه کړې دي. د چین او روسیې سوداګرۍ اندازه له ټاکلې مودې مخکې ۲۰۰ میلیارډو ډالرو ته رسيدلې ده.

شي جین پينګ وویل، له ولسمشر پوتین سره مې په ګډه اعلان کړی چې د دواړو هېوادونو اړیکو د ټينګېدو د ۷۵مې کلیزې او د چین او روسیې د کلتوري کال فعالیت په ترسره کولو سره خپلمنځي باور او همکارۍ نورې ژورې شي.

د روسيې ولسمشر پوتین هم رئیس شي جين پينګ ته د نوي کال په مناسبت صمیمانه مبارکي وویله او هیله یې وښودله چې چینایان نیکمرغه اوسي. ده ويلي: تېر کال مو دوه ځلې ملاقاتونه وکړل او په نوې زمانه کې د روسیې او چین د هراړخیزو ستراتيژیکو اړیکو د ټينګښت لپاره

خوځنده قوت برابر شوی دی. هغه باور ښولی چې د دواړو خواوو په ګډو کوښښونو سره به په زیاتو برخو کې لا زیات بریالیتوبونه تر لاسه کړي.

د چین صدراعظم لي چيانګ او د روسیې لومړي وزير ميخايل میشوستین هم په همدې ورځ يو بل ته د نوي کال په مناسبت مبارکۍ پیغامونه تبادله کړي دي.