د «چيو شی» په مجله کې به د شي جين پينګ مهمه ليکنه خپره شي
CMG2023/12/31 17:16:51
شريکول:

د «چيو شی» په هغه مجله کې چې د ۲۰۲۴کال د جنورۍ په ۱نېټې به چاپ شي، د ۲۰۲۳کال د جولای په ۱۷مه د چين د ايکلوژيکي چاپيريال د ساتنې په غونډه کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پينګ د وينا د يوې برخې له مخې تر دې سرليک لاندې يوه ليکنه خپره شي، چې «د ښکلي چين د ابادۍ له لارې په هراړخيزه توګه د انسانانو او طبيعت د هوساينې ګډ ژوند د عصري کېدو هڅول» دي.

په دغه ليکنه کې پر دې ټينګار شوی، چې راتلونکي پنځه کلونه به د ښکلي چين د ابادۍ مهمې دورې وي او بايد د ککړتيا د مخنيوي او ادارې چارې په ښه توګه ترسره شي. په ليکنه کې دا څرګنده شوې، چې د ابادۍ لارې چارې دې د زرغون پرمختګ او د ټيټ کاربن د ايستنې پر شکل وبدلې شي، د ايکلوژيکي سيستم د متنوع، ثابت او دواملرونکي بڼې دې وساتل شي، په مناسبه او فعاله توګه دې اوج ته د کاربن ډای اکسايد ايستلو اندازې د رسېدو او د کاربن خنثی هڅونه وشي، د ښکلي چين د ابادۍ لپاره دې د خوندیتوب اصلي کرښه وساتل او د ضمانت سيستم  بشپړ شي.