د اسرائيل صدراعظم: د غزې په تړانګ کې نظامي فعاليت به څو مياشتې دوام ولري
CMG2023/12/31 11:34:15
شريکول:

د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتنياهو د ډسمبر په ۳۰مه ويلي، چې ځواکونو يې د غزې په تړانګې کې د برياليتوب لپاره لا زيات وخت غواړي، نو نظامي فعاليتونه به نور څو مياشتې دوام ولري.

نوموړي په همدې ورځ په پلازمینه تل ابيب کې يوه خبري ناسته کې وويل، د غزې په تړانګ کې شخړې لا روانې دي او اسرائيل په څو جنګي کرښو کې بریالی شوی، او بيې يې هم ورکړې دي. د اسرائيل حکومت  تګلاره څرګنده ده چې د حماس تر پاکېدو او د ټولو اسرائيلي بندیانو تر خوشې کېدو پورې به جګړې ته ادامه ورکړي.

هغه د اسرائيل او لبنان تر منځ د کړکچ په هکله وويل، چې اسرائيلي ځواکونه د لبنان پر حزب الله په سختو بريدونو بوخت دي او د نورو نظامي فعاليتونو پلان يې منظور کړی دی.