د امريکې مشهور اقتصاد پوه او د کولومبيا پوهنتون د دواملرونکي پرمختګ مرکز منشي جيفري ساکس تازه د يوې ليکنې په خپرولو سره ويلي، د دغه هېواد ډپلوماتيکې تګلارې په سترې پانګې کنټروليږي او د امریکایانو د ګټو لپاره خدمت نه کوي، دغه راز پر له پسې بهرنيو جګړو د دغه هېواد خلکو ته سخت زيانونه اړولي دي.
د استراليا د پيرلس او اريټاشنس ويبسايټ دغه ليکنه خپره کړه. په دغه ليکنه کې ويل شوي، چې له ۲۰۰۰کال څخه راپدې خوا د امريکې د ناکامو جګړو له امله خلکو یې د شاوخوا ۵ټريليونه ډالرو زيانونه خوړلي دي. د دغه هېواد د ۲۰۲۴کال نظامي لګښت به ۱۵۰۰ ميليارډه ډالرو ته ورسېږي، چې د هرې کورنۍ لپاره به ۱۲۰۰۰ ډالره وي.