چين د اوکراين کړکچ له ښکېلو خواوو څخه غواړي چې ژر اوربند وکړي
CMG2023/12/31 11:33:28
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين دايمي مرستيال استازي ګنګ شوانګ د ډسمبر په ۳۰مې په امنيت شورا کې د اوکراين کړکچ د بيړنۍ څيړنې په غونډه کې له ښکېلو خواوو څخه غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره اوربند وکړي.

ګنګ شوانګ وويل، چې امنيت شورا د روانې میاشتې په ۲۹مه د البانيا په شمول د ځينو هېوادونو په پلنه يوه بيړنۍ غونډه تر سره کړه او د اوکراين شخړه کې د ملکي وګړيو د تلفاتو په هکله يې څېړنه او بحث کړی.

ګنګ شوانګ په دغه غونډه کې ويلي، چې په شخړې کې به هيڅ خوا بريالۍ نشي او يوازې بې ګناه خلکو ته به ستونزې جوړې شي او سيمه ايز سولې او ثبات ته به زيان ورسول شي، د نړيوال اقتصاد پرمختګ په ځانګړې توګه تر۲۰۳۰کال پورې د پرمختيايي هېوادونو د دواملرونکي پرمختګ بهير ته به لا زيات خنډونه جوړ شي. چين د دغې شخړې له ښکېلو خواوو څخه وغوښتل ، چې د نړيوالې ټولنې د سولې غوښتنو ته رغنده ځواب ورکړي، تماسونه پياوړي کړي، ګډې نظريې راټول کړي او ژر تر ژره اوربند وکړي.