ګډ برخليک انتخابوو
CRI2023/12/31 22:50:24
شريکول:

تر يلدا وروسته ورځې اوږدېږي او کال او عمر له طبعيت سره سم نوي کېږي.

۲۰۲۳ کال ارام او اسان کال نه و، مونږ په همدغه کال کې د نړۍ له ډېرو سيمو د سولې او يووالي کېسې اوريدلي، خو د جګړې او شخړو شاهدان هم وو.

چين په همدغه کال کې پرمختګونه موندلي، خو له ستونزو سره هم مخ شوی دی.

هره کورنۍ ځيني وختونه له ننګونو سره مخ کيږي او غمونه او ستونزې ګالي.

خلک د مختلفو انتخابونو له کبله متفاوت ژوند لري او هم ګډ باورونه او هم ورته موخې لري.

چينايان ستره خو ساده موخه لري او د خوشال او نيکمرغه ژوند په لټه دي.

مونږ په نړۍ کې له يو بل سره اړيکې پالو او ګډ برخليک لرو.

راځئ! په ۲۰۲۴ کال کې د نيکمرغۍ ګډې هیلې وساتو او ځېرکتياوې راټولې او خپل ګډ برخليک انتخاب کړو.