د ډنمارک ملکه دوهمه مارګریټ د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر په ۳۱مې نېټې د دغه هېواد د پلازمینې کوپنهاګن په املینبورګ ماڼۍ کې د نوي کال د وینا په ترڅ کې د خپلې دندې د پای نېټه اعلان کړې ده.
نوموړې ويلي، چې هغه به د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۴مې خپله دنده پای ته ورسوي او پر همدې نېټې يې د يادې دندې ۵۲ کالونه پوره کيږي.
ملکه دوهمه مارګریټ ۸۳ کلنه ده او د جنورۍ په ۱۴مې به خپل مشر زوی ته د پاچاهۍ مقام وسپاري.