د چين او ډيموکراتيکې کوريا مشرانو د نوي کال د مبارکۍ پيغامونه تبادله کړي
CMG2024/01/01 15:10:07
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ او د ډيموکراتيکې کوريا د کارګرو ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولتي شورا د کمېټې رئيس کيم جون اون د جنورۍ په لومړۍ نېټې يو بل ته د نوي کال د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.

دواړو مشرانو ۲۰۲۴م کال د چين او ډيموکراتيکې کوريا د دوستۍ کال نومولی او دواړه هېوادونه به يې اړوند فعاليتونه ډېر ژر پیل کړي.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې چين او ډيموکراتيکه کوريا دوستانه ګاونډي هېوادونه ياد کړي او په ټکو يې، دواړو هېوادونو په وروستيو کلونو د ګډو هلو ځلو په پار خپلې عنعنوي دوستانه او همکاريزې اړيکې نوې تاريخې دورې ته پورته کړې دي.

نوموړي ويلي، په نوې زمانۍ کې د چين کمونېست ګوند او حکومت ستراتيژيکو چارو ته په کتو، له ډيموکراتيکې کوریا سره اوږدمهالې اړيکې پاللې دي او په خبره يې، چين به له ډيموکراتيکې کوريا سره يو ځای د خپلمنځي سياسي اړيکو د ۷۵مې کاليزې(دوستۍ کال) په درشل کې متقابل ستراتيژيک ډاډ پياوړی کړي، خپلمنځي تګ راتګ او همکارۍ به ورسره زياتې کړي او خپلمنځي اړيکې به يې نورې هم وهڅوي.

کيم جون اون په خپل پيغام کې ويلي، چې ۲۰۲۴م کال د ډيموکراتيکې کوريا او چين تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو له ۷۵مې کليزې سره برابر دی او د دواړو هېوادونو لپاره يې ډېر مهم بللی دی.

نوموړي ويلي، د ډيموکراتيکې کوريا او چين واکمن ګوندونه او حکومتونه به د دواړو هېوادونو د دوستۍ کال د فعاليتونو تر سره کولو له لارې د سياست، اقتصاد او فرهنګ په شمول په ځينو برخو کې تګ راتګ پياوړی کړي او د سيمه یيزې او نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو لپاره به ګډه مبارزه او همکارۍ وکړي.