د چين او امريکې مشرانو يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي
CMG2024/01/01 11:24:48
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د امريکا ولسمشر جو بايډن د جنورۍ په لومړۍ نېټې د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو د ۴۵مې کاليزې د نمانځنې په پار د مبارکۍ پيغامونه تبادله کړي دي.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې د چين او امريکې د سياسي اړيکو ټينګېدل د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو او نړيوالو اړيکو په تاريخ کې لويه پېښه بللې، خو په خبره يې، دغه اړيکې د تېرو ۴۵ کلونو په درشل کې له لوړو ژورو هم تېرې شوې دي.

نوموړي ويلي، تاريخ د دې ښکارندويي کوي، چې متقابل درناوی، په سوله کې ګډ ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ د دواړو لويو هېوادونو د اړيکو د ټينګېدو سمه لاره ده او همدا بايد د دواړو خواوو د ګډو هڅو لوری وګرځي.

شي جين پينګ په پيغام کې له ولسمشر جو بايډن سره د سانفرانسیسکو لېدنې ته هم اشاره کړې او په ټکو يې، خپل امريکايي سیال سره يې د راتلونکي هيلې سپړلي او د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ لوری یې روښانه کړی دی.

نوموړي ويلي، د چين او امريکا حکومتونه بايد د دوی د يادې کتنې مهمې لاسته راوړنې او ګډې نظريې جدي تطبيق کړي.

جو بايډن په خپل پيغام کې ويلي، د امريکا او چين د اړيکو پر ټينګېدو ۴۵ کالونه اوښتي او خپلمنځي اړيکو او تماسونو يې ټولې نړۍ ته ګټې او فرصتونه رسولې دي.

نوموړي هيله ښودلې، چې هغه به د چين او امريکې اړيکې وهڅوي.