د چین میډیا ګروپ د مشر شن های شیونګ د نوي کال د مبارکۍ پيغام
CMG2024/01/01 15:13:58
شريکول:

د چین میډیا ګروپ مشر شن های شیونګ د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټې د سي جي ټي اېن، چین میډیا ګروپ او انټرنیټي شبکو له لارې د نوي کال په پار بهرنیو دوستانو ته مبارکي ویلې ده.

نوموړي په خپلو خبرو کې لومړی د نوي کال په پار ټولو بهرنیو دوستانو ته مبارکي، سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کړې دي.

هغه ویلي، تېر ۲۰۲۳م کال د چین د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ د وړاندیز له لسمې کلیزې سره برابر و او چین په دغه کال کې له نړۍ سره د پرمختګ پر لارې اوږه په اوږده ګامونه پورته کړي دي. د چین میډیا ګروپ په همدغه کال کې د متنوع تمدنونو تبادلې پر له پسې پرمخبیولې او د کمرې او لیکنو له لارې یې بې شمېره په زړه پورې شېبې ثبت کړې دي.

شن های شیونګ ویلي، چین میډیا ګروپ تېر کال د فکر، هنر او ټکنالوژۍ د پیوستون نوښت ته ادامه ورکړې ده، د ساري په توګه، د شي جین پينګ د خوښې کلاسیکو کېسو دوهمه ټولګه یې په مختلفو ژبو ترجمه کړې، چې د نړۍ د څه باندې ۸۰ هېوادونو پر ټلویزیونونو خپره شوې، د چین د لرغوني تاریخ یو لړ غښتلي کلتوري پروګرامونه یې خپاره کړي، د چین او نړۍ ځلاند کلتورونه او تمدنونه یې بیا روښانه کړي، په ګردې نړۍ کې یې د هانګجو اسیايي لوبو د خپرونو د کتونکو عمومي شمېر ۴۱ میلیارډه او ۴۰۰ میلیونو ته رسېدلی او دغې شمېرې یې نوی ریکارډ جوړ کړی دی. سربیره پر دې، چین میډیا ګروپ د رسنیو ډول ډول فورمونه جوړ کړي، د چیني شکله عصري کېدو او نړۍ تر عنوان لاندې یې ګلوبل رسنيز فعالیت او د تمدن د ګلوبل ګرځنده نندارتون په شمول زیات فعالیتونه ترسره کړي، چې پرمټ يې مخ په زیاتېدونکو بهرنيو دوستانو ته د چین نظریې او ادعاوې ور پېژندلي او هغوی ترې ملاتړ کړی دی.

چین میډیا ګروپ د نړۍ تر ټولو لوی رسنيز ګروپ دی او اوس ۵ کلن شوی دی. ښاغلي شن های شیونګ ویلي، چین میډیا ګروپ په تېر ۲۰۲۳م کال کې د ۱۹۱م نمبر بهرني سټېشن جوړونه بشپړه کړې او د خپرونو لویه شبکه یې جوړه کړې ده، چې د نړۍ ۶۷ هېوادونه او سیمې پکې شاملې دي. د سي جي ټي اېن چينل د نړیوالو کتونکو شمېر په لومړي ځل له ۷۰۰ میلیونو اوښتی او کله کله د نړیوالو مهمو پېښو په راپور کې د نړۍ د باور وړ مخکښه سرچېنه ګرځېدلې ده. چین میډیا ګروپ به د نړۍ د لوړې سویې لرونکې نوې اصلي رسنۍ په توګه د زياتو زړه راښکونکو پروګرامونو د جوړولو لپاره دوامدار کوښښونه وکړي.

۲۰۲۴م کال د چین د بزګرۍ جنترۍ له مخې د لوی ښامار کال دی. لوی ښامار په چیني تمدن کې د نیکمرغې ښاپېرۍ نښه ده او د وړتیاوو د راغونډلو، هر څيز ته د ګټو رسولو، له توپیري چلند پرته د ګډو ټکو موندلو او په نړۍ کې د ټولو د ګډ ژوند ښکارندويي کوي .

۲۰۲۴م کال د چین ولسي جمهوریت د جوړېدو له ۷۵مې کلیزې سره برابر دی، چین ميډيا ګروپ به په همدغه کال کې د نړۍ هرې کورنۍ ته زیاتې په زړه پورې کورنۍ او بهرنۍ کېسې وړاندې کړي، د انساني تمدن عصري پاڼه به پرانیزي او له نړیوالو دوستانو سره به د نوي بریالیتوب د تر لاسه کولو لپاره ګډې هڅې وکړي.