د چین په ګان سو او چینګهای سیمو کې زلزله ځپلي وګړي اوس خوندي او چارې يې ښې روانې دي
CMG2024/01/01 12:02:27
شريکول:

د چین د ګان سو ولایت په جي شه شان سیمې کې د ۶،۲ درجې زلزله ځپلو وګړیو سره د ژغورنې او مرستې کارونه ۱۳مې ورځې ته غځېدلي دي.

د ګان سو او چینګهای ولایتونو په زلزله ځپله سیمو کې د وګړیو ژوند او توليد ګام په ګام عادي شوي او وګړو يې د نوي ۲۰۲۴م کال د هرکلي لپاره کلتوري فعالیتونه ترسره کړل.

د ډ‌سمبر د ۳۱مې نېټې د سهار تر ۸ بجو پورې، د چینګ های ولایت د های دونګ ښار کې د تېرې زلزلې له امله ۳۴ تنه مړه شوي دي، په سیمې کې د ژغورنې چارې پای ته رسېدلي او تر زلزلې وروسته د بیارغونې کارونه پيل شوي دي.

د ډسمبر تر ۳۱مې پورې، د چینګ های ولایت د زلزلې ځپلو وګړیو لپاره ۳۵۰۷ لنډمهالي کورونه جوړ شوي او ۱۶۰۵۵ کسان ورکډه شوي دي او په غرنيو سیمو کې يې ۱۴۷۳ خیمې ځای پر ځای شوي، چې اوسمهال پکې ۷۰۵۰ کسان پکې اوسیږي.