اسرائیلي ځواکونو په لبنان او سوریې کې پر څو موخو بريدونه کړي
CMG2024/01/01 12:08:46
شريکول:

د اسرائیل دفاع وزارت د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر په ۳۱مې نېټې یوې اعلاميې کې ويلي، چې ځواکونو یې په وروستیو ورځو کې د لبنان پر حزب الله او په سوريې کې پر ځينو پوځي موخو دوامدار بریدونه کړي دي.

اعلاميه وايي، د لبنان حزب الله ډلې د همدې ورځې په سهار پر اسرائیل څو ځلې توغنديز بريدونه کړي او اسرائیلي جنګي الوتکو يې په غبرګون کې د لبنان په جنوبي رامیح سیمې کې د دغې ډلې پر بنسټيزو تاسیساتو او نظامي ودانیو بریدونه کړي دي.

اعلاميه وايي، اسرائيلي ځواکونو په غزې تړانګې کې هم عمليات روان ساتلي دي.

د فلسطین د غزې روغتیايي ادارې د ډسمبر په ۳۱مې نېټې خبر ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتو کې پر غزې تړانګې د اسرائیلي ځواکونو د پر له پسې بریدونو له امله ۱۵۰ کسان وژل شوي دي.