د کوریا جمهوريت تر ټولو غير واکمن ګوند پر مشر برید شوی
CMG2024/01/02 11:27:05
شريکول:

د کوريا جمهوريت يونهاپ خبري اژانس خبر ورکړی، چې د جنورۍ په ۲مې نېټې په بوسان ښار کې، د دغه هېواد تر ټولو لوی غير واکمن ګوند پر مشر لي جاي ميونګ بريد شوی دی.

خبر وایي، لي جاي میونګ د همدې ورځې په سهار د بوسان ښار ګیدوک ټاپو ته تللی و.

نوموړي په ګيدوک ټاپو کې له رسنيو سره مرکه کوله، چې د يوه کس له لوري پرې بريد شوی او پر غاړې سخت ټپي شوی دی.

پوليس وايي، بريدګر يې نیولی او لي جاي میونګ يې روغتون ته ليږدولی دی.