روسيه: د جګړې د ژر پای ته رسېدو نيت لري، خو خپل دريځ به بدل نه کړي
CMG2024/01/02 10:49:19
شريکول:

 

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جنورۍ په لومړۍ نېټې د مسکو په يو روغتون کې د هغو افسرانو د حال او احوال پوښتنه کړې، چې د ځانګړو پوځي عملياتو په ترڅ کې ټپي شوي دي.

نوموړي څرګنده کړې، چې اوکراين د روسيې دښمن نه دی، خو هغه لوېديځوال چې د روسيې د دولتي نظام ړنګول او په جنګي ميدان کې مسکو ته ماتې ورکول غواړي، د روسيې دښمنان دي.

پوتين ويلي، د روسيې اوسني ملي ځواکونه ځينو لوېديځوالو ته د منلو نه دي او هغوی غواړي، روسيه تجزيه کړي.

نوموړي زياته کړې، د اوکراين جګړې په اړه د لوېديځو هېوادونو نظريې او څرګندونې د بدلېدو په حال کې دي او په خبره يې، لوېديځوالو پر مذاکراتو بحث پيل کړی او د جګړې د ژر پای ته رسېدو لپاره د لارو چارو په موندلو بوخت دي.