اسرائيلي ځواکونو د غزې په مرکزي سیمو هوايي بريدونه کړي، ۱۵ کسان يې وژلي دي
CMG2024/01/02 10:56:28
شريکول:

فلسطيني چارواکو خبري رسنيو ته ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د نوي کال په لومړۍ ورځې د غزې په مرکزي سیمې دیرالبلح کې پر يوه استوګنځي بريد کړی، چې له امله يې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.

فلسطيني چارواکو ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو پر داسې استونګنځي بريد کړی، چې ګڼ بې ځایه شوي خلک پکې اوسېدل، هلته ډېر خلک تر کنډوالو او کنډ کپرو لاندې بند پاتې دي او د ژغورنې چارې يې پڅې روانې دي.

د فلسطين خبري اژانس په همدې ورځ یوه راپور کې ويلي، چې اسرائيلي ځواکونو د نوي کال د لومړۍ ورځې له سهار راهيسې د غزې په جنوب کې پر خان يونس ښار دوامدار هوايي بريدونه کړي، چې له امله يې هلته هم لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي دي.