اسرائیلي پوځ: د حماس يو جګپوړی قومندان مو وژلی
CMG2024/01/02 14:53:22
شريکول:

د اسرائيل پوځ د جنورۍ په لومړۍ نېټې په جګړه ييز راپور کې ويلي، چې په غزې تړانګې کې يې د حماس پر يوه لوړپوړي قومندان هوايي بريد کړی او وژلی یې دی.

راپور وايي، د اسرائيل جنګي الوتکې د ډسمبر په ۳۱مې نېټې د استخباراتي مالوماتو په ملاتړ په غزې کې د حماس د دیرالبیره لوا قومندان عادل مسما وژلی دی.   

اسرائیلي پوځ ويلي، چې مسما د تېر اکتوبر په اوومې نېټې پر اسرائیل لړيزو بریدونو کې برخه اخیستې وه.

د اسرائيل پوځ وياند د ډسمبر په ۳۱مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې په غزې کې د اسرائيلي ځواکونو عمليات ښايي په روان کال کې هم دوام ولري او په خبره يې، ځواکونه يې اوږدمهالې جګړې ته چمتو دي.

(ژباړه: شکريه)