پوتین د ۲۰۲۴ کال لپاره د برېکس هېوادونو د همکاريو کلیدي برخې اعلان کړې
CMG2024/01/02 11:24:47
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جنورۍ په لومړۍ نېټې ويلي، چې روسیه به ۲۰۲۴م کال کې د برېکس (BRICS) د رئيسه هېواد په توګه د سياست، امنيت، اقتصاد، ماليې، کلتور او خلکو تر منځ تګ راتګ په برخو کې د غړو هېوادونو همکارۍ وهڅوي.

کرېملين ماڼۍ پر خپلې وېبپاڼې د ولسمشر پوتين په قول خبر ورکړی، چې برېکس هېوادونه دې د بهرنيو پاليسيو همغږي پياوړې کړي، د نړيوال او سيمه ييز امنيت او ثبات پر وړاندې ننګونو او ګواښونو ته دې ګډ ځواب ورکړي، د انرژۍ او خوړو امنيت دې وساتي، په نړيوال پولي سيسټم کې دې ژور رول ولوبوي، د بانکونو تر منځ همکارۍ او مالي چارې دې وهڅوي او په راکړه ورکړه کې دې د خپلو اسعارو کارولو ته پراختیا ورکړي.

پوتين ويلي، برېکس هېوادونه دې د ساینس او ټیکنالوژۍ، طبي پاملرنې، ایکولوژۍ، کلتور، سپورټ، ځوانانو او ملکي ټولنو په چارو کې خپلمنځي اړيکې پراخې کړي او تبادلو ته دې وده ورکړي.

نوموړي زياته کړې، چې روسیه به د برېکس په همکاريز ميکانیزم کې د نویو غړو د برخه اخيستنې لپاره ټول احتمالي اقدامات غوره کړي.

روسیې د جنورۍ په لومړۍ نېټې د برېکس د رئيسه هېواد په توګه کلنۍ دنده پېل کړې ده.

(ژباړه: شکريه)