د جاپان د هوا پېژندنې ادارې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد د مرکزي برخې په ساحلي سيمې کې د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ د لومړۍ نېټې په ماسپښين څو زلزلې شوي او تر ټولو سخته يې د بېجينګ پر وخت د همدې ورځې د ماسپښين په ۳ بجو او ۱۰ دقيقو پېښه شوې، چې د ريکتر په کچه ۷.۶ درجې ښودل شوې ده.
تردې دمه د دغو زلزلو له امله د ۳۰ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.