چيني سیلانيانو د ۲۰۲۴م کال په رخصتۍ کې په کور دننه ۱۳۵ ميليونه ځلې تګ راتګ کړی
CMG2024/01/02 10:46:39
شريکول:

 د چين د کلتور او سيلانۍ وزارت يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې چينايانو د نوي ۲۰۲۴م کال په ۳ ورځنۍ رخصتۍ کې د هېواد په دننه کې ۱۳۵ ميليونه ځلې تګ راتګ کړی، چې دا د تېر کال د ورته وخت په پرتله ۱۵۵.۳سلنه زياتوالی ښيي.

په همدې رخصتۍ کې د چين د ګرځندويي چارو عمومي عايدات ۷۹.۷۳ ميليارډو يوانو ته رسېدلي، چې دا بيا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰۰.۷ سلنه زياتوالی ښيي.