د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جنورۍ په ۲مې نېټې د چین او امریکې د سیاسي اړیکو د ټينګېدو د ۴۵مې کلیزې په پار وینا کړې ده.
۲۰۲۴م کال د چین او امریکې د سیاسي اړیکو د ټينګېدو ۴۵مې کلیزې سره برابر دی. د چین دولت رئیس شي جين پينګ او د امریکې ولسمشر جوبایډن د جنورۍ په ۱مې په همدې مناسبت یو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ليږلي دي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د چين او امريکې د سياسي اړيکو ټينګېدل د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو او نړيوالو اړيکو په تاريخ کې لويه پېښه بللې، خو په خبره يې، دغه اړيکې د تېرو ۴۵ کلونو په درشل کې له لوړو ژورو هم تېرې شوې دي.
د دواړو هېوادونو سوداګریز ارزښت په ۱۹۷۹م کال کې ۲،۵ میلیارډه ډالره و او په ۲۰۲۲م کال کې يې دغه حجم ۷۶۰ میلیارډو ډالرو ته رسېدلی او متقابلې پانګونې يې له ۲۶۰ میلیارډو ډالرو هم اوښتې وې.
نوموړي ويلي، تاريخ د دې ښکارندويي کوي، چې متقابل درناوی، په سوله کې ګډ ژوند او د ګډو ګټو پر بنسټ همکارۍ د دواړو لويو هېوادونو د اړيکو د ټينګېدو سمه لاره ده او همدا بايد د دواړو خواوو د ګډو هڅو لوری وګرځي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند زياته کړې، رئیس شي جين پينګ له ولسمشر جو بايډن سره د سانفرانسیسکو په ملاقات کې د راتلونکې هيلې سپرلي او د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختګ لوری یې روښانه کړی دی. د چين او امريکا حکومتونه بايد د دوی د يادې کتنې مهمې لاسته راوړنې او ګډې نظريې جدي تطبيق کړي او د دواړو هېوادونو خلکو او حتی نړیوالو ته زیاتې ګټې ورسوي.