چین او تایلنډ يو د بل اتباعو ته له وېزې پرته د تګ راتګ تګلاره غوره کړې
CMG2024/01/02 15:44:19
شريکول:

د ټایلنډ صدراعظم او مالیې وزیر سرېته تاويسين د جنورۍ په ۲مې نېټې د کابینې تر ناستې وروسته خبري رسنيو ته ويلي، چې چيني سیلانيان کولی شي، د روان کال د فبرورۍ تر ۲۹مې دغه هېواد ته له وېزې پرته سفر وکړي.

نوموړي ويلي، تایلنډ او چين هوکړه کړې، چې د سږ کال له مارچ څخه به د دواړو هېوادونو اتباع له وېزې پرته یو د بل هېوادونو ته ازاد تګ راتګ وکړي.