د امریکې او جاپان لوړې دفاعي بودیجې نړيوال اندېښمن کړي دي
CMG2024/01/02 23:00:25
شريکول:

د ۲۰۲۴ کال د پيل په ورځو کې د امریکې او جاپان دفاعي بودیجې نوې ریکارډ جوړ کړ. د چین د ميډیا ګروپ سي جي ټي ان چينل څو ورځې مخکې یوه سروې ترسره کړه او نتیجه یې ښيي چې په سروې کې ۹۳ سلنه ګډونوال په دې اړه اندېښمن دي.

یو انټرنیټ استعمالونکي په کومنټ کې لیکي چې د امریکې او جاپان مخ په زیاتېدو نظامي اغېزې ښايي د نورو لویو هېوادونو د اندېښنې سبب وګرځي، دا به د اسیا ثبات او امنیت وګواښي.

د سویډن د ستوکخولم نړیوالې سولې د څېړنیزې ادارې د راپور له مخې، تېر کال په ګردې نړۍ کې عمومي پوځي لګښت ۲اعشاريه۲ ټریلیونو امریکايي ډالرو ته ورسېد او له سړې جګړې وروسته دې اندازې نوی ریکارډ جوړ کړی دی.  سروې کې د پوښتل شویو کسانو ۸۹،۳ سلنه خلکو دغه نظر څرګند کړی چې په ګرده نړۍ کې د پوځي لګښت زیاتوالی نه یوازې سوله نه شي تامينولی، بلکې نړیوال امنیتي وضعیت به لا ترینګلی کړي.۹۶،۲ سلنه ګډونوالو په ډاګه کړې چې په جنګ کې هېڅ لوری بریالی نشي، بېلا بېل هېوادونه باید د جګړې ضد څرګنده رویه غوره کړي او د یوې خوندي نړۍ د جوړولو لپاره دې په ګډه کوښښونه وکړي.

دغه سروې د سي جي ټي ان د انګلسي، اسپانيوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو په پاڼو کې ترسره شوه او په ګرده نړۍ کې ۳۳۹۸۴ تنو پکې برخه اخیستې ده.