تېر کال ۱۷ زره ناقانونه کډوال د لیبیا له سواحلو څخه ایستل شوي
CMG2024/01/03 15:01:19
شريکول:

د کډوالۍ نړيوال سازمان د ډسمبر په دوهمې نېټې ويلي، چې تېر کال د ليبيا په سواحلو کې ۱۷۰۲۵ ناقانونه کډوال نيول شوي او بېرته ليبيا ته ليږدول شوي دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان پر ټولنیزو رسنیو خبر ورکړی، چې یوازې تېرې یوې اوونۍ کې ۱۲۳۴ غیرقانوني کډوال لیبیا ته ليږدول شوي دي.

خبر وايي، چې همدې کال کې ۹۷۴ غیرقانوني کډوال د ليبيا سواحلو ته نژدې د مرکزي مديترانې پر لارې مړه شوي او ۱۳۷۲تنه نور تری تم شوي دي.

په لیبیا کې له ۲۰۱۱م کال راهیسې سیاسي وضعیت کړکېچن دی، ګڼ خلک يې د مدیترانې له لارې اروپا ته د تګ هڅې کوي.

(ژباړه: شکريه)