د جاپان په هانیدا هوايي ډګر کې دوه الوتکې جنګيدلي، ۵ کسان پکې وژل شوي
CMG2024/01/03 10:52:23
شريکول:

د جاپان خپرندويې ټولنې د جنورۍ په ۲مې نېټې په يوه راپور کې ويلي، چې د جاپان ايرلاين يوه مسافر وړونکې الوتکه په همدې ورځ د پلازمېنې توکيو د هانيدا په هوايي ډګر کې د ساحلي ګارډ (Japan Coast Guard) له يوې الوتکې سره ټکر کړی، چې له امله يې ۵ کسان وژل شوي او سخته اور لګېدنه رامنځته شوې ده.

راپور وايي، د جاپان ايرلاين په مسافر وړونکې الوتکې کې ټول ۳۷۹ کسان سپاره وو او چا ته پکې مرګژوبله نه ده اوښتې، خو د جاپان د ساحلي ګارډ په الوتکې کې، چې ۶ کسان پکې سپاره وو، ۵ تنه وژل شوي او د الوتکې کپتان سخت ټپي شوی دی.

په راپور کې د جاپان ايرلاين د مسؤلينو په قول ويل شوي، چې د دغه شرکت ۵۱۶ نمبر الوتکه د همدې ورځې په ماسپښین د ساپورو نوي چیتوز هوايي ډګر څخه د توکیو هانیدا هوايي ډګر ته الوتنه کړې وه او د ماسپيښن په ۵ بجو او ۴۷ دقيقو يې په هانیدا هوايي ډګر کې ناسته کړې او ناڅاپي د ساحلي ګارډ له الوتکې سره ټکر شوې ده.

(ژباړه: شکريه)