د لبنان خبري رسنیو د جنورۍ په ۲مې نېټې ويلي، چې د اسرائيل بې پيلوټه الوتکو په همدې ورځ د دغه هېواد د پلازمینې بيروت ور څېرمه کې د حماس پر دفتر برید کړی، چې له امله یې د حماس د سياسي بیورو مرستیال صالح العاروري په شمول ۶ کسان وژل شوي دي.
د لبنان ملي اژانس خبر ورکړی، چې اسرائيلي الوتکو په دغه هوايي برید کې د صالح العاروري په ګډون ۶ تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي او ځايي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
خبر وايي، د چاودنې غږ په لرو سیمو کې هم اوريدل شوی دی.
د لبنان د حزب الله په اړه يو ټلویزیون ويلي، چې په دغه هوايي برید کې د حماس د فرعي څانګې غزالدين قسام لوا دوه مشران هم وژل شوي دي.
د لبنان صدراعظم نجيب ميقاتي د اسرائيل یاد برید په سختو ټکو غندلی او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړی، چې ((د اسرائیل د تیري اقدامات)) مخه ونیسي.
نجيب ميقاتي د اسرائيلي ځواکونو دغه بريد یو جرم بللی او په خبره يې، اسرائيل غواړي، چې لبنان هم جګړې ته ورټېل وهي.