د اوکراين په پلازمېنې کيف کې د جنورۍ د ۲مې نېټې په سهار د لړيزو چاودنوغږونه اورېدل شوي دي.
د اوکراين هوايي ځواک پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې روسي ځواکونو پر پلازمېنې کیف څو هایپرسونيک توغندي توغولي دي.
د کيف ښاروالي کليچيک ويلي، چې په يادو چاودنو کې ۱۶ کسان ټپيان شوي دي.
د اوکراين هوايي ځواکونو په همدې ورځ د سهار په ۶ بجو پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې د روسيې ۱۶ بم غورځوونکې الوتکې د اوکراين په قلمرو کې ګزمې وهي او د روسي ۳۵ بې پيلوټه جنګي الوتکو، چې له کريميا څخه پورته شوې وې، مخه نېولې ده.
د اوکراين په پلازمېنې کيف کې د همدې ورځې د سهار په ۷ بجو او ۲۰ دقيقو د لړيزو چاودنو اوازونه پورته شوي، چې شاوخوا ۴۰ دقېقې يې دوام درلود.