د چین او امریکا د اړیکو د ثابت او اوږدمهاله پرمختګ اړتیا
CMG2024/01/03 11:00:02
شريکول:

چين او امريکا له ۴۵ کلونو مخکې په رسمي توګه يو بل په رسميت وپېژندل او خپلمنځي ډيپلوماتيکې اړيکې يې ټينګې کړې چې د نړۍ په تاريخ کې يې ژورې اغېزې وکړې.

 که څه هم د چين او امريکا اړيکې په وروستیو کلونو کې له ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي، خو دا اړیکو په عمومي توګه پرمختګ موندلی دی.

 اوس د چين او امريکا اړيکې په نړۍ کې تر ټولو مهمې دوه اړخيزې اړيکې دي چې نه يوازې د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټو پورې اړه لري، بلکې د نړۍ له سولې او پرمختګ او د انسانانو له برخليک سره هم تړاو لري. چین او امریکا له نویو ننګونو او ستونزو سره د مقابلې لپاره دې له تاريخ څخه زده کړه وکړي او د دوه اړخيزو اړيکو د ټينګښت او اوږدمهاله پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

متقابل درناوی د چين او امريکا د سوله ييز ژوند لپاره اساسي شرط او بنسټ دی، دا اوس لا هم د دواړو هېوادونو اړیکو د پرمختګ لپاره مناسبه لاره ده. د چين او امريکا تاريخ، کولتور، ټولنيز نظامونه او د پرمختګ لارې بېلې دي، خو دې کار د دواړو هېوادونو د ډيپلوماټيکو اړيکو د ټينګېدو او ګډو ګټو پر بنسټ د دوه اړخیزې همکارۍ د ژورتيا مخه نه ده نیولې څو دواړه هېوادونه لاهم د نړیوالې سولې او سوکالۍ لپاره ګډ خدمتونه وکړي.

 د چين او امريکا ترمنځ توپيرونه نيمه پېړۍ مخکې موجود وو او اوس او راتلونکې کې به هم شته وي. چين تل د امريکا درناوی کوي او هېڅکله يې د امريکا د بدلېدو غوښتونکی نه دی. امريکا بايد د چين اساسي ګټو او سترو اندېښنو ته هم درناوی وکړي، د چين په اړه سم تفاهم رامنځته کړي او د چين د بدلون لپاره هڅې ونه کړي.

زمانه بدله شوې او د چين او امريکا اړيکې هم په پرله پسې توګه د بدلون په حال کې دي، خو د دواړو خواوو ګډې ګټې له توپيرونو څخه زياتې دي او دا تل د چين او امريکا د اړيکو د پرمختيا لپاره اصلي خوځنده ځواک دی. په ۱۹۷۹م کال کې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریز حجم له ۲،۵ میليارډو امريکايي ډالرو څخه کم و، خو په ۲۰۲۲م کال کې دا حجم نژدې ۷۶۰ میليارډو امريکايي ډالرو ته لوړ شوی دی چې د دواړو هېوادونو خلکو ته یې واقعي ګټې راوړې دي.

 سربېره پر دې، چين او امريکا په ګډه  ډېر مهم کارونه تر سره کړي چې نړۍ ته یې ګټې رسولې دي. د بېلګې په توګه، دواړو هېوادونو له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه وکړه، له نړيوال مالي بحران سره یې ګډه مقابله وکړه او په ګډه د اقليمي بدلون پر ضد د پاريس تړون کې یې برخه اخیستې ده.

اوس مهال د دواړو هېوادونو ګډې ګټې کمې شوې نه دي، بلکې نورې هم زیاتې شوې دي، ډيالوګ او همکاري د چين او امريکا لپاره يوازینی سم انتخاب دی.

د چين او امريکا ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو ټينګول د دواړو هېوادونو د پخوانيو سياستوالو لخوا د حالاتو د ارزونې او په بې ساري ستراتيژيک ليد، سياسي زړورتيا او ډيپلوماتيکه هوښيارۍ سره نيول شوی تاريخي ګام دی. د چين او امريکا د اړيکو د پرمختګ په نظر کې نيولو سره موږ کولای شو دې پايلې ته ورسو چې متقابل درناوی، سوله ييز ګډ ژوند او د ګډو ګټو لپاره همکارۍ د چين او امريکا سمه لار ده او دغه درې اصول بايد د چين او امريکا د ګډو کوښښونو لور هم وي. د تېر کال په نومبر کې په سان فرانسيسکو کې د چين او امريکا د مشرانو کتنه د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرمختګ لپاره لار روښانه کړې.

 مهمه نه ده چې وضعیت څنګه بدل شي، د چين او امريکا تر منځ د سوله یيز ژوند  تاريخي منطق کې هېڅ بدلون نه راځي، د دواړو هېوادونو د خلکو د تګ راتګ او همکارۍ بنسټيزې غوښتنې به بدلې نه شي او د چين او امريکا د اړيکو د ثابت پرمختګ په اړه د نړۍ د خلکو هيله به بدله نه شي.

چين او امريکا بايد د تاريخ، خلکو او نړۍ پر وړاندې په مسوولانه توګه عمل وکړي، د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ مهمې ګډې نظريې دې په جدي توګه پلې کړي او د چین او امریکا اړیکو د ثابت، سالم او دوامداره پرمختګ د پرمخ بېولو لپاره دې کوښښونه وکړي.