د سوريې ځواکونو د جنورۍ په ۲مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ترهګرو ډلو غوښتل، چې د ۹ بې پيلوټه الوتکو له لارې د سوريې پر ځينو ملکي او نظامي تاسيساتو بريدونه وکړي، خو ځواکونو يې مخه نېولې ده.
اعلاميه وايي، د سوریې ځواکونو د ترهګرو يادې الوتکې د دغه هېواد په شمالي حلب ولايت، مرکزي حما ولايت او شمال لوېدیځ ادلب ولایت کې په ډزو ويشتلې دي.
ترهګرو ډلو د تېر کال د اکتوبر په ۵مې نېټې د سوریې په مرکزي خومس ولایت کې د يوې نظامي اکاډمۍ د محصلينو د فراغت پر مراسمو د بې پیلوټه الوتکو برید کړی و، چې له امله یې لږ تر لږه ۸۹ کسان ووژل شول او ۲۷۷ تنه نور ټپیان شول.