امريکا په قطر کې د العدید پوځي اډې تړون د ۱۰ کلونو لپاره وغځاوه
CMG2024/01/03 15:02:50
شريکول:

رویټرز خبري اژانس د جنورۍ په ۲مې نېټې د سرچېنو په قول خبر ورکړی، چې امريکا په قطر کې د خپلې العدید پوځي اډې تړون د ۱۰ کلونو لپاره غځولی دی.

د قطر العدید هوايي اډه، چې امریکايي ځواکونه پکې مېشت دي، په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو لوی پوځي مرکز بلل کيږي.

د قطر العدید هوايي اډه د دوحې جنوب لوېدیځ لوري ته په صحرايي سيمه کې موقعیت لري.

(ژباړه: شکريه)