بېجينګ: ايران کې د ترهګريز بريد قربانيانو ته تسليت او هر ډول ترهګرۍ سره مخالفت اعلانوو
CMG2024/01/04 17:01:40
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د جنورۍ په ۴مه په یوه خبري ناسته کې د ایران په کرمان ښار کې د ترهګریز برید له امله د درنې مرګ ژوبلې رامنځته کېدو په هکله خواشيني څرګنده کړه.

ده وویل: موږ پر دې پېښې ټکان وخوړ، پر اوښتې مرګ ژوبلې خپه يوو، د قربانیانو  له کورنیو سره ژوره خواشیني او همدردي څرګندوو. چین له هر ډول ترهګرۍ سره کلک مخالفت کوي، د ترهګریزو بریدونو سخته غندنه کوي او د خپل هېواد د امنیت او ثبات د ساتلو لپاره د ایران له کوښښونو ملاتړ کوي.