روسیې او اوکراین د جنورۍ په ۳مې نېټې سلګونه بنديان تبادله کړي دي.
راپورونه وايي، چې روسيې او اوکراين هر یوه يې له ۲۰۰ څخه ډېر بنديان خوشې کړي دي.
د روسیې دفاع وزارت د همدې ورځې په ماسپيښن پر ټولنیزو رسنیو خبر ورکړی، چې اوکراين د عربي متحده اماراتو په منځګړیتوب ۲۴۸ روسي جنګي بنديان خوشې کړي او روسيې ته رسيدلي دي.
خبر وايي، د روسیې هوايي ځواکونو ياد ازاد شوي بنديان په نظامي الوتکې کې د طبي او روغتيايي څار په موخه روغتونونو ته ليږدولي دي.
(ژباړه: شکريه)