د چین د ځمکپېژنې ملي مرکز د تېر ۲۰۲۳م کال د زلزلو په اړه یو لړ مالومات خپاره کړي، چې له مخې يې په همدې کال کې د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې د ريکتر په کچه له ۶ درجو پورته ۱۲۹ سختې زلزلې او له ۷ درجو پورته ۱۹ سختې زلزلې پېښې شوې دي.
له دې جملې څخه تر ټولو سختې دوه زلزلې د تېرې فبرورۍ په ۶مې نېټې په ترکيې کې وشوې، چې د ريکتر په کچې ۷.۸ درجې ښودل شوې وې او ګڼو خلکو ته يې ځاني او مالي زيانونه اړولي وو.