د چین دولت رئیس شي جين پينګ د جنورۍ په ۴مه په ایران کې د سختې ترهګریزې پېښې په مناسبت د دغه هېواد ولسمشر سید ابراهیم رئيسي ته د خواخوږۍ پيغام ولیږه.
شي جين پينګ په پيغام کې وویل، خبر شوم چې د ایران په کرمان ایالت کې سخت ترهګریز برید شوی او له امله یې درنه مرګژوبله رامنځته شوې. زه د چین د حکومت او خلکو په استازیتوب له قربانیانو او د دوی له کورنیو سره ژوره خواشیني او همدردي څرګندوم.
شي جين پينګ پر دې ټینګار وکړ، چین له هر ډول ترهګرۍ سره کلک مخالفت کوي، د ترهګریزو بریدونو سخته غندنه کوي او د خپل هېواد د امنیت او ثبات د ساتلو لپاره د ایران له کوښښونو ملاتړ کوي.