حوثي وسله والو په سور سمندرګي کې پر یوې بلې بار وړونکې کښتۍ برید کړی
CMG2024/01/04 11:13:09
شريکول:

د یمن حوثي وسله والې ډلې د جنورۍ په ۳مې نېټې ويلي، چې سمندري ځواکونو يې په همدې ورځ په سور سمندرګي کې پر يوې بار وړونکې کښتۍ توغنديز بريد کړی دی.

د حوثي وسله والې ډلې ویاند العمید یحیی سریع په یوې اعلامیې کې ویلي، چې سمندري ځواکونو يې څو ځلې د فرانسې د سمندري ټرانسپورټي ګروپ (CMA CGM) "ټاګ" کانټینر کښتۍ ته "جدي اخطارونه" ورکړيٍ، خو هغوی له پامه غورځولي دي.

نوموړي ويلي، چې ځواکونه يې مجبور شوي، چې پر يادې کښتۍ توغنديز بريد وکړي، خو دا يې نه دي ويلي، چې کښتۍ ته يې کوم زيان رسولی او که نه؟