د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جنورۍ په درېيمې نېټې د روسيې او چين د کلتوري کال د يو لړ ځانګړو فعاليتونو د تر سره کولو فرمان لاسليک کړی دی.
د روسيې د حقوقي معلوماتو پر ويبپاڼې خپاره شوي سندونه ښيي، چې د پوتين د دغه فرمان موخه د روسيې او چين تر منځ د اړيکو لا پراختيا او په کلتوري برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو ژورتيا ده.
ولسمشر پوتین د روسیې حکومت ته لارښوونه کړې، چې د روسیې او چین د کلتوري کال د يو لړ ځانګړو فعاليتونو تشکيلاتي کمېټه جوړه او په راتلونکې يوې میاشتې کې يې د فعالیتونو پلانونه بشپړ کړي.
چين او روسيه په ۲۰۲۴م کال کې د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو ۷۵مه کاليزه لمانځي او دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کالونو کې د کلتوري کال ګڼ فعاليتونه ترسره کړي.
(ژباړه: شکريه)