په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال استازي ګنګ شوانګ د جنورۍ په ۳مې نېټې ويلي، چې هېواد يې غواړي، له ټولو خواوو سره د سور سمندرګي د شخړې د کمولو، د يمن مسئلې د سياسي حل، په غزې کې د اوربند او په منځني ختیځ کې د اوږدمهالې سولې لپاره هلې ځلې وکړي.
ګنګ شوانګ د سور سمندرګي د حالاتو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا بيړنۍ غونډې ته ويلي، چې سور سمندرګی د موادو او انرژۍ د لېږد مهمه لاره ده، چې باید يې بې له شرطه او قیده وساتل شي او کښتۍ بايد پکې ازاد تګ راتګ وکړي.
نوموړي ويلي، د سور سمندرګي ثابت حالات نه يوازې د سيمه ييزې سولې او ثبات لپاره، بلکې د عرضې نړیوال ځنځير د امنیت او د سوداګريز نظام له ساتلو سره هم مرسته کوي.
ګنګ شوانګ په سور سمندرګي کې د سوداګريزو کښتیو د برمته کولو او لړيزو بريدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له اړوندو خواوو يې غوښتي، چې پر ملکي کښتيو بريدونه ونه کړي او په سور سمندرګي کې د ټولو هېوادونو ازاد تګ راتګ ته درناوی او ساتنه يې وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې ټولې خواوې او په تېره بيا ستر نفوذ لرونکي هېوادونه بايد په سور سمندرګي کې د کښتيو د خونديتوب لپاره رغنده او مسوولانه رول ولوبوي.