د ایران د روغتیا وزیر بهرام عین اللهی د جنورۍ د ۳مې نېټې په شپه د دغه هېواد ملي تلویزیون ته ويلي، چې په همدې ورځ په کرمان ښار کې د ۲ غبرګو چاودنو له امله د مړو شمېر ۸۴ تنو ته رسيدلی دی.
نوموړي ويلي، چې مخکې په دغو چاودنو کې د وژل شويو کسانو شمېر په تېروتنې ۱۰۳ ښودل شوی و.
د ايران حکومت په همدې ورځ په کرمان ښار کې د ستر جنرال قاسم سليماني قبر ته نږدې د هغه څلورم تلين لمانځه، چې يادې غبرګې چادونې پکې شوې دي.
د قاسم سليماني د تلين په دغو مراسمو کې سلګونو کسانو برخه اخيستې وه.
د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه يي او د ایران ولسمشر ابراهيم رئیسي دغه چاودنې "ترهګریزې پېښې" بللي او ژمنه یې کړې، چې غچ به یې اخلي.
د ايران د ولسمشر دفتر ويلي، چې ټاکل شوې وه، ولسمشر رئیسي د روانې مياشتې په ۴مې نېټې ترکیې ته سفر وکړي، خو نوموړي د دغې خونړۍ پېښې له امله خپل سفر ځڼدولی دی او په خبره يې، په بل مناسب وخت کې به يې ترسره کړي.