اسرائیلي حکومت له ډېرو هېوادونو سره پټې خبرې کړي، چې د غزې د کډوال ومني
CMG2024/01/04 10:54:49
شريکول:

اسرائيل ټايمز ورځپاڼې د جنورۍ په ۳مې نېټې د دغه هېواد د امنيتي کابينې د يوه لوړ پوړي چارواکي په قول خبر ورکړی، چې حکومت يې له ډېرو هېوادونو سره پټې خبرې کړي، چې د غزې کډوالو ته ځای ورکړي.

رسنۍ وايي، د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتنیاهو د لیکود ګوند غونډې ته  ويلي، چې هغه نورو هیوادونو ته د غزې کډوالو " په خپلې خوښې " د تګ لپاره هڅې کوي.

نتنیاهو ويلي، ستونزه د هغو هیوادونو په موندلو کې ده، چې د غزې کډوالو د منلو هيله ترې لري او په خبره يې، " مونږ د دغې ستونزې د حل لپاره کوښښونه کوو."

د اسرائيل پارلمان د جنورۍ په ۲مې نېټې له جګړې وروسته د اړوندو تدبیرونو په اړه بحثونه کړي دي.

د اسرائيل د استخباراتو وزیرې ګيلا ګملیل د پارلمان ناستې ته ويلي، چې حماس به په روانې جګړې کې وځپل شي او سقوط به وکړي، په غزې تړانګې کې به د ښاروالۍ اداره موجوده نه وي، ملکي وګړي به يې بشري مرستې واخلي، خو د کار فرصتونه به و نه لري او ۶۰ سلنه کرنيزې ځمکې به په خوندي زوم بدل شي.

نوموړې نورو هېوادونو ته د غزې د کډوالو تګ غوره او واقعي لاره بللې ده.

(ژباړه: شکريه)