داعش په ایران کې د خونړيو چاودنو مسؤلیت پرغاړه واخېست
CMG2024/01/05 10:28:45
شريکول:

داعش ترهګرې ډلې د جنورۍ په ۴مې نېټې د ایران په جنوب ختیځ کرمان ښار کې د غبرګو چاودنو مسئوليت منلی دی.

د ايران د اسلامي جمهوريت خبري اژانس خبر ورکړی، چې د داعش ترهګرې ډلې دوو غړو په کرمان ښار کې ځانمرګي بريدونه کړي دي.

ياد اژانس ويلي، چې د څار ويډيو او ځينې نور شواهد ښيي، چې لومړې چاودنه ځانمرګی بريد و او د ايران څارګرې ادارې يې د کس د هويت مالومولو په هڅه کې دي.

د ايران امنيتي چارواکو ويلي، چې ښايي دويمه چاودنه هم ځانمرګی بريد و.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد رضا واحدي په همدې ورځ په کرمان کې د يادو بريدونو له  امله د وژل شویو کسانو شمېر ۸۴ ته راټیټ کړی دی، چې مخکې یې ۹۵ او له دې مخکې يې ۱۰۳ تنه ښودلی و.

واحدي ويلي، د يادو غبرګو چاودنو له امله ۲۸۴ کسان ټپيان شوي، چې ٢٢٠ يې په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي او د ځينو ټپيانو وضعيت يې نازک ښودلی دی.