د عراق کورنیو چارو وزارت د ډسمبر په ۴مې نېټې خبر ورکړی، چې د همدې ورځې د غرمې پرمهال د پلازمېنې بغداد په ختيځ کې د ملېشو ((خلکو تحرک سازمان)) د ۱۲مې لوا پر مرکز د بې پېلوټه الوتکې بريد شوی، چې له امله يې ۳ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
د عراق د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي خبري رسنيو ته ويلي، چې په دغه برید کې (( د خلکو تحرک سازمان)) د ۱۲مې لوا قومندان طالب السعيدي، د ده مرستيال او يو بل غړی وژل شوي دي.
د عراق امنیتي ځواکونو د پېښې ځای کلابند کړی او ټپیان يې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.
ځايي رسنيو د امریکا د یوه چارواکي په قول خبر ورکړی، چې امریکايي ځواکونو د روانې مياشتې په ۴مې نېټې په بغداد کې پر عراقي ملېشو انتقامي بريد تر سره کړی او يو مشر يې ور وژلی دی.
(ژباړه: شکريه)