د کويټ امير مشعل الاحمد الجبر الصباح د جنورۍ په ۴مې نېټې په یوه فرمان کې محمد صباح د نوي لومړي وزير په توګه ټاکلی او د نوې کابينې د جوړولو اجازه يې ورکړې ده.
د کويټ ملي اژانس د محمد صباح د زوکړې، زده کړو او دندو په اړه مالومات ورکړي، چې له مخې يې نوموړی ۱۹۵۵م کال کې زېږېدلی، په ۱۹۹۳م کال کې يې په امریکا کې د کويټ د سفير په توګه دنده ترسره کړې او له ۲۰۰۱م کال راهيسې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير په حیث دنده ترسره کړې ده.
محمد صباح پخوا د کويټ د لومړي وزير مرستيال او د نفتي چارو د لنډمهالي وزير په توګه هم دندې ترسره کړې دي.
مشعل الاحمد الجبر الصباح د کویټ د دولت مشر او د وسله والو ځواکونو اعلی سر قومندان دی.