اسرائيل: فلسطینيان به له شخړې وروسته د غزي ملکي چارې په لاس کې واخلي
CMG2024/01/05 10:27:56
شريکول:

د اسرائيل دفاع وزير يواو ګالانت د جنورۍ په ۴مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د فلسطين او اسرائيل ترمنځ د روانې شخړې له پای ته رسېدو وروسته به د غزې ملکي چارې د فلسطينيانو له خوا اداره شي او اسرائيل به پر دې سيمې عمومي امنيتي کنټرول ولري.

ګالانت ويلي، کله چې اسرائيل په غزې کې خپلې موخې ته ورسيږي، نو هلته به اسرائيلي وګړي پاتې نشي او په خبره يې، د فلسطين اداره به په غزې کې د فلسطينيانو مسئولیت پر غاړه واخلي، خو د اسرائيلي وګړو پر وړاندې به دښمنانه چلند نه کوي.