د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي کميسيون د جنورۍ په ۴مه يوه اوږده غونډه تر سره کړه، چې په کې د ملي ولسي کانګرس د دايمي کمېټې، د دولتي شورا، د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس، سترې ولسي محکمې او د لويې ولسي څارنوالۍ ګوندي ګروپونو، د دغه ګوند د مرکزي کمېټې د سکريتريت کاري راپونه اوريدل شوي. د دغه ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دغه غونډې مشري وکړه او پکې يې يوه وينا وکړه.
په غونډه کې دې ته اشاره شوې، چې د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس راهيسې د دغه ګوند مرکزي کمېټې هر کال کاري راپورونه اورېدلي دي، چې دا د دغه ګوند د هراړخيزې لارښوونې د ټينګولو او پياوړي کولو يو مهم ميکانيزم دی. له حقيقتونو څخه څرګندېږي، چې دغه ميکانيزم د چين د کمونېست ګوند د مشري کولو او د بېلا بېلو خواوو د همغږۍ کولو او د دغه ګوند د يووالي ټينګښت، دغه راز د چين د ځانګړي سوسياليزم ميکانيزم د رول لوبولو لپاره ګټور دی.