د اسرائيل دفاع وزير يواو ګالانت د جنورۍ په ۴مې نېټې ويلي، چې له لبنان سره د شمالي سرحداتو د وضيعت د ارامولو په پار د ډيپلوماتيک چلند وخت په تېرېدو دی.
د اسرائيل د حکومت مطبوعاتي دفتر په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ګالانت د امريکا له ځانګړي استازي اموس هوچسټاين سره په خبرو کې د شمالي سرحداتو د ساتنې هوډ څرګند کړی او سيمې ته د ۸۰ زرو اسرائيليانو ستنول يې لومړيتوب بللی دی.
ګانت د ستونزې د ډیپلوماتيک حل وخت لنډ یاد کړی او په خبره يې، اسرائيل به د لبنان د حزب الله ګواښ و نه زغمي او د خپلو اتباعو امنیت به وساتي.
(ژباړه: شکريه)