چين ميډيا ګروپ به په پنځو سیمو کې د ۲۰۲۴م کال د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره ترسره کړي
CMG2024/01/05 10:38:45
شريکول:

چين ميډيا ګروپ د يوې خبري ناستې په جوړولو سره د جنورۍ په ۴مې نېټې خبر ورکړی، چې  د ۲۰۲۴م کال د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره به د هېواد په پلازمېنې بېجينګ، شن يانګ، چانګ شا، شي ان او کاشغر پنځو ښارونو کې تر سره کړي او چينايانو او نړيوالو ته به يوه په زړه پورې هنري ننداره وړاندې کړي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تبليغاتو څانګې مرستيال وزير او د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ په ياده خبري ناسته کې ګډون وکړ.