د امريکا د اووا ايالت د دالاس ولسوالۍ د پيري علاقه دارۍ په يوه منځني ښوونځي کې د جنورۍ په ۴مې نېټې د ډزو پېښه شوې، چې له امله يې د شکمن بريدګر په شمول ۲ تنه وژل شوي او ۵ نور ټپيان شوي دي.
د اووا ايالت د جزايي څېړنې د ادارې مرستيال مشر ميکي مټوېټ په همدې ورځ يوې خبري ناستې ته ويلي، چې په يادې پېښې کې د ۶م ګرېډ يو زده کوونکی وژل شوی او ۴ زده کوونکي او یو اداري کارکوونکی ټپيان شوي دي.
ميکي مټوېټ ويلي، چې شکمن بريدګر ۱۷ کلن زده کوونکی و، چې له ډزو وروسته يې خپل ځان هم وژلی دی.