په جنوبي سمندرګي کې د شخړو راپارولو په اړه د امريکا ځانګړی پلان
CMG2024/01/05 15:10:45
شريکول:

د جنوبي سمندرګي سيمه ييزو هېوادونو د خپلې سيمې او هېواد د پرمختګ لپاره د سوله ساتو اهميت درک کړی او په دې اند دي چې د حاکميت او سمندري حقونو په اړه د شخړو د حل لپاره د بېلابېلو خواوو د منلو وړ ميکانیزم په کار دی، نو ځکه چين او اسيان په جنوبي سمندرګي کې د کړنو د اصولو پر ټاکلو خبرې اترې پيل کړې. له دې څخه ښکاري چې د يادو اصولو ټاکل د جنوبي سمندرګي د سيمه ييزو هېوادونو ګډه موخه ده.

د چین او اسيان د يادو هڅو پر هممهاله فليپين بيا په جنوبي سمندرګي کې د ستونزو په جوړولو او لمسون کوونکو کړنو بوخت دی. په دې وروستيو کې د فليپين يادې کړنې يوه نوې ځانګړتيا ښيي: دغه هېواد د چين او فليپين د بېړيو ترمنځ د شخړو شوټينګ کړی او ويډيوګانې يې په ټولنيزو رسنيو کې خپرې کړې او له دې لارې يې غوښتي چې موضوع جوړه او توده کړي.

 د يادونې وړ ده چې په ټولنيزو رسنيو کې د دغو وېډيوګانو کاروونکو د امريکا انټرنېټي ادرس يا ای پي کارولې ده.

امريکا او فليپين د فليپيني او چيني بېړيو ترمنځ د شخړو د جوړولو لپاره يو خوندور وخت هم ټاکلی دی. د بېلګې په توګه فليپين د اګست په ۲۲مه او د اکتوبر په ۲۲مه دوه ځلې له چيني بېړيو سره جنجالونه راوپارول، دغه دواړه ورځې په جلاجلا توګه د چين او اسيان ترمنځ په جنوبي سمندرګي کې د کړنو پر اصولو د بحثونو د ګډې کاري ډلې د ۴۰ مې غونډې د ترسره کېدو له ورځې او د ۴۱ مې غونډې له پيل مخکې ورځې سره برابرې دي.

يادو واقعيتونو رسوا کړې، چې فليپين له چيني بېړيو سره لمسون کوونکې کړنې د امريکا په اشارې کړې دي او هدف يې د چين او اړوندو هېوادونو ترمنځ په جنوبي سمندرګي کې د کړنو پر اصولو د خبرو اترو مخه نيول دي.

د اسیان نورو هېوادونو د امريکا او فليپين د ياد هدف په اړه دريځ څرګند کړی دی او د ۲۰۲۳ م کال له جون راهيسې د اسيان يو هېواد هم له فليپين څخه ملاتړ نه دی څرګند کړی.

د فليپين مشهور سياسي شنونکي هلمن لالېر په يوې ټلويزیوني خپرونې کې ويلي، امريکا د چين او فليپين ترمنځ د تاوتريخوالي په راپارولو کې مهم رول لوبوي او آن يو ځانګړی پلان يې هم جوړ کړی دی.

د نوموړي په وينا، د امریکا د دغه ځانګړي پلان د عملي کولو کارونه د امريکا د هوايي ځواک د متقاعد ډګروال رېمنډ پوويل په مشرۍ ترسره شوي او د فليپين د سمندري غاړو د سوله ساتو ګارډ په ګډون د دغه هېواد د يو شمېر ارګانونو او د بهرنیو چارو وزارت ځينو چارواکو هم پکې برخه اخيستې ده. هغوی د دغه پلان له مخې په جنوبي سمندرګي کې د چين د سمندري پوليسو پر وړاندې يو لړ لمسون کوونکي عمليات طرحه کړي، په تېره بيا يې د جنوبي سمندرګي په هوانګ يان ټاپو او ژن اې پرښه کې ورسره شخړې راپارولې دي........