په کانګو(کينشاسا) کې د سختو بارانونو له امله څه باندې ۳۰۰ تنه مړه شوي
CMG2024/01/06 10:38:00
شريکول:

د کانګو (کينشاسا) حکومت د جنورۍ په ۵مه خبر ورکړ، چې په دې وروستيو ورځو کې د سختو بارانونو له امله د دې هېواد په يو شمېر  سیمو  کې سيلابونه  راغلي او له امله یې څه باندې ۳۰۰ کسان مړه شوي دي.

د هر کال له نومبر څخه د دوهم کال تر مې پورې د کانګو (کينشاسا) باراني موسم دی، دوامدار بارانونه سيلابونه او روانې خټې او ډبرې رامنځته  کوي.