اسرائيلي پوځ : د لبنان پر يو شمېر ځايونو مو بمبارۍ کړې دي
CMG2024/01/06 11:03:49
شريکول:

د اسرائيلو د دفاعي ځواک وياند د جنورۍ د پنځمې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې جنګي الوتکو يې په همدې ورځ د لبنان په جنوب بلدا سيمه کې د حزب لله د عملياتو د قوماندې او کنترول پر مرکز هوايي بريدونه کړي او د دغه هېواد پر يو شمېر ځايونو يې د توپونو ډزې هم کړې دي.

د اسرائيلو دفاع وزير په همدې ورځ په خپله وېډيويي وينا کې  وویل، چې اسرائيلي ځواکونو د دغه هېواد په شمال کې د جنګي جبهې لپاره هراړخيز پلان جوړ کړی، دوی به له  لبنان سره په سرحدي سيمه کې پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي او وضعيت ته په کتو به یې پيمانه نوره هم پراخه کړي.

د غزې د روغتیاادارې تازه شمېرې ښيي، چې د فلسطين او اسرائيلو ترمنځ د شخړو له روان پړاو راهيسې په غزې کې ۲۲ زره او ۶ سوه فلسطينيان وژل شوي او ۵۷۹۱۰ نور ټپيان شوي دي.